Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په قطر کې د اسلامي امارت استازي د افغانستان لپاره د انګلستان له ځانګړي استازي سره وکتل

په قطر کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: دا لیدنه پر یو لړ اړینو موضوعاتو؛ د دوه اړخیزو اړیکو اوسنی حالت، په انګلستان کې د میشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو آسانتیا، افغانستان ته د بشري مرستو رسول او یو لړ نورو متقابلو اندېښنو راڅرخېدلې ده.

خپور شوی

د

IEA ambassador to Qatar

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت استازي محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د بریټانیا له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره پر دوه اړخیز ډیپلوماټیک تعامل خبرې او بحث کړې دي.

په قطر کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: دا لیدنه پر یو لړ اړینو موضوعاتو؛ د دوه اړخیزو اړیکو اوسنی حالت، په انګلستان کې د میشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو آسانتیا، افغانستان ته د بشري مرستو رسول او یو لړ نورو متقابلو اندېښنو راڅرخېدلې ده.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د دوامداره خبرو اترو او عملي همکاریو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

سیمه ییز خبرونه

عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ لاوروف تېره میاشت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو د غندلو په ګډون “د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارډ” او د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “مسکو د روسیې د ولسمشر لخوا د پخوانیو نوښتونو په ګډون د دوه اړخیزو منلو وړ حلونو په موندلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.”

عراقچي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې هم مسکو ته سفر کړی و.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

خامنه د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عامو مراسمو کې ښکاره شو

د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنه‌یي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړ: د دولتي ټلویزیون لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ د ایران رهبر آیت الله علي خامنه‌یي د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، چې په کې لوړ پوړي ایراني قومندانان او اټومي ساینس پوهان ووژل شول؛ په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وکړ.

د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنه‌یي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

د ښکاره امنیتي دلایلو له مخې؛ خامنه‌يي د جون پر دیارلسمه د جګړې پر مهال مخکې له مخکې ثبت شوي پیغامونه خپاره کړي وه او له عامه څرګندېدو څخه یې ډډه کړې وه.

په دې راپور کې راغلي؛ د جون پر شپږویشتمه د دولتي ټلویزیون په مخکې له مخکې ثبت شويو څرګندونو کې خامنه‌یي ژمنه کړې، چې ایران به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره – سره تسلیم نشي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي – رویټرز

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

رویټرز د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران  د فارس خلیج په کښتیو کې سمندري ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي، چې د نړۍ یوه اړینه سوداګریزه لار ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

دا ډول اقدام کولی شي په چټکۍ سره تاوتریخوالی زیات کړي او نړیواله سوداګري ګډوډه کړي؛ خو ماینونه لا تر اوسه په تنګي کې ایښودل شوي. ندي

د یکشنبې پر ورځ د چنګاښ لومړۍ / د جون دوه‌ویشتمه اسلامي مشورتي شورا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو څو ساعته وروسته د هرمز تنګي د تړلو پلان تصویب کړ. په هرصورت، وروستۍ پرېکړه د ملي امنیت شورا پورې اړه لري.

ایران په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی؛ خو هیڅکله یې داسې اقدام ندی کړی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د تړلو د امکان په اړه د پوښتنې پر وخت وویل: “ټول غوراوي پر میز پراته دي.”

دوو امریکایي چارواکو ویلي، چې د امریکا حکومت دا احتمال رد نکړ، چې د ماینونو ایښودل یوه دسیسه وه.

چارواکو ویلي، چې ایران ممکن ماینونه یوازې د واشنګټن د قانع کولو لپاره ایښودل شوي وي، چې ایران د هرمز تنګی بند نکړي.

دا هم ممکنه ده، چې د ایران پوځ د عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی وي او د چارواکو د امر پرتمه دي.

د هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د فارس خلیج د عمان سمندر سره نښلوي. د تنګي تر ټولو تنګه برخه ۳۴ کیلومټره پراخه ده؛ خو د بار وړلو لین یې په هر لوري کې یوازې ۳.۲ کیلومټره پراخ دی.

د اوپیک غړو ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویت او عراق د خامو تېلو صادراتو لویه برخه له دې تنګي څخه تېریږي او قطر، چې د نړۍ د مایع طبیعي ګازو یو له لویو صادرونکو څخه دی هم د خپلو صادراتو نږدې ټوله برخه له دې تنګي څخه تېریږي.

د امریکا د سمندري ځواکونو پېنځمه بېړۍ، چې په بحرین کې ځای پر ځای شوې ده؛ په سیمه کې د سوداګرۍ د ساتنې مسوولیت لري.

د امریکا سمندري ځواک معمولاً په بحرین کې څلور د ماین ضد کښتۍ (MCMs) ځای پر ځای کړي خو  دا کښتۍ د لیټورل جنګي کښتۍ (LCS) په نوم د یو بل ډول کښتۍ لخوا ځای پر ځای کیږي، چې د ماین ضد اقداماتو وړتیاوې هم لري.

د امریکا د سمندري ځواکونو د پېنځمې بېړۍ پر اډه د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال له کبله د امریکا د ماین ضد اقداماتو ټولې کښتۍ لنډمهاله له بحرین څخه ایستل شوي؛ خو د ایران ځواب په قطر کې د امریکا د پوځي اډې پر راکټي برید پورې محدود و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

OSZAR »